يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا
ای نبی یقیناً لیږلی ئی مونږته بیان کوؤنکی او زیری ورکوؤنکی اوویره ورکوؤنکی -
په دی ایاتونو کښی نبی ﷺ ته پنځه خطابات دی اود نبی ﷺ پنځه نومونه ذکر دی - (شَاهِدًا) مراد ددی نه شهادت دهغه دی په امت خپل باندی په رسالت اوتبلیغ سره یامراد ددی نه بیان کوؤنکی دی اودا دواړه معنی لسان العرب کښی لیکلی دی - دوهمه معنیٰ دلته غوره ده ځکه چه روستو دوه صفتونه تشریح دبیان کولو دی (سِرَاجًا) شمس یا قمرئی ورته نه دی وئیلی ځکه هغوی چه غائب شی نوبیائی فائده درنړا نه وی - اوسراج نه بل څوک ځان دپاره رنړا اخستلی شی اگرچه سراج مړشی لیکن رنړا ئی باقی وی اودغه شان د رسول اللّٰه ﷺ دی (وَلَا تُطِعِ) دا ذکردحال دهغه کسانودی چه محروم دی درنړا نه - اوهرکله چه په سبب دنکاح دزینب سره دکافرانو اومنافقانو دطرف نه (اذی) تکلیف ورکول وو نبی ﷺ اوپه هغه پسی بدی خبری کول ډیرشول نودلته ئی اوفرمائیل (وَدَعْ أَذَاهُمْ) یعنی ددوی بدوئیل اوطعنونه کول په هیڅ کښی مه شماره صبرپری کوه جواب هم مه ورکوه -