يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا
ای ایمان والو یادوئ اللّه تعالٰی په یادولو ډیروسره -
ددی آیت نه تر آخردسورة پوری څلورم باب دی په دی کښی باقی پنځه خطابات دی نبی ﷺ ته (۵۹،۵۲،۵۰،۴۸،۴۵) کښی او اووه خطابات دی مؤمنانوته (۷۰،۶۹،۵۶،۵۳،۴۹،۴۲،۴۱) کښی او تخویفات دی په اته آیاتونو (۷۲،۶۸،۶۶،۶۵،۶۴،۵۸،۵۷) کښی اوزجردی منافقانوته په سوال غیرضروری باندی په (۶۳) کښی - په دی (۴۲،۴۱) کښی خطابات دی مؤمنانوته په دوه اوامرو سره - ذکرکثیر او تسبیح هروخت - ربط دمخکښی آیت سره دادی هرکله چه هغه وهمونه اواعتراضونه دفع کول کوم چه په نبی ﷺ باندی خلقو کول نوپه دی ایتونوکښی دشکونو او وهمونو د زائل کولو دپاره علاج ذکرکوی (ذِكْرًا) دا عام لفظ دی عبادات بدنیه مالیه قلبیه، لسانیه ټولو ته شامل دی (كَثِيرًا) ډیرهغه دی چه په اخلاص دزړه اوپه سنت طریقی سره وی (بُكْرَةً وَأَصِيلًا) ددی دواړو وختونو فضیلت ډیردی ددی وجی نه ئی دا خاص ذکرکړل نوراوقات هم مراد دی یامراد ددی نه ورځا اوشپه ده اومراد تسبیح نه سبحان اللّه وئیل په ژبه باندی سره دعقیدی نه اودارنگ مونځ کولو ته شامل دی -