الأحزاب ۳۴

وَاذْكُرْنَ مَا يُتْلَى فِي بُيُوتِكُنَّ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ وَالْحِكْمَةِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ لَطِيفًا خَبِيرًا

او یادوئ‌ هغه چه لوستلی کیدی شی په کورونو ستاسو کښی د آیاتونو د اللّه تعالٰی او حدیث د نبی نه یقیناً اللّه تعالٰی باریک څیزونه وینی اوخبردار دی -

دا بل خطاب دی بیبیانو د نبی ﷺ ته اوهرکله چه د اعمالو بنا په علم باندی ده اوبغیردعلم نه عمل غلط‌ وی ددی وجی نه په دی کښی دعلم ترغیب ورکوی - اونصاب دعلم ئی ذکرکړی دی مِنْ آيَاتِ اللَّهِ، چه قرآن کریم دی وَالْحِكْمَةِ، مراد ترینه سنت او حدیث د نبی ﷺ دی (وَاذْكُرْنَ) مراد ددی نه لوستل او درس او تدریس کول دی (فِي بُيُوتِكُنَّ) په دی کښی اشاره ده چه درس گاه د زنانه دپاره دننه کمره او کوټه ده -
فائده: د (۳۲) تردی پوری اگرچه خطاب بیبیانو د نبی ﷺ ته دی لیکن په دی احکاموسره زنانه د امت هم طبعاً مکلف دی ځکه چه اعلٰی ته حکم وی نوهغه ادنیٰ ته هم شامل وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل