الأحزاب ۹

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَاءَتْكُمْ جُنُودٌ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا وَجُنُودًا لَمْ تَرَوْهَا وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا

ای ایمان والو یادوئ نعمت د اللّه تعالٰی په تاسوباندی کله چه راغلی تاسوته لښکری نو را اولیږله مونږ په دوی باندی سیلئ او لښکری (دملائکو) چه تاسو نه لیدلی او دی اللّه تعالٰی ستاسو عملونو لره لیدونکی -

ددی آیت نه تر (۲۸) پوری دوهم باب دی په دی کښی دوه خطابات دی مؤمنانوته په (۲۱،۹) کښي اوپه مینځ کښی تقابل دحال د مؤمنانو او منافقانو دی او دمنافقانو څوارلس قبائح ذکرکوی - اوبشارتونه دی مؤمنانوته په نصرت اوغلبی سره په غزوه خندق او غزوه بنی قریظه کښی - په دی (۹) کښی دریم خطاب دی مؤمنانوته حاصل ئی دادی چه ددی نبی ﷺ اطاعت اوادب په دی وجه سره کوئ چه دده د اطاعت په سبب اللّه تعالٰی تاسو سره امداد کړی دی اودمنافقانو اطاعت ددی وجی نه مه کوئ چه هغوی په غزوه خندق کښی ستاسوملگرتیا پریخودلی وه په دی آیاتونو کښی غزوه خندق چه هغی ته غزوه احزاب هم وئیلی کیږی ذکرکوی په څلورم کال دهجرت کښی قریش او غطفان اویهود بنوقریظه ټولو په یوځل په مدینه منوره باندی دحملی کولو عزم اوکړو نو نبی ﷺ دمدینی دبچ کولو دپاره سلمان فارسی رضی اللّه عنه په رأی سره دصحابه کرامو په ملگرتیا کښی خندق اوکنستلو اوپه هغی کښی دډیرو معجزاتو اظهار هم شوی دی - او مسلمانان هم تقریباً دری زره لښکروؤ او یو میاشت تیره شوه چه جنگ ددوی په مینځ کښی اونه شو بلکه کله کله ویشتل د غشو او کانړو کیدل - آخر کار اللّه تعالٰی په هغوی باندی سیلئ دصبا رااولیږله چه د هغوی خیمی ئي را اویستلی اودهغوی اورونه ئی مړه کړل او کټوی ئی ورله اوغورځولی او ملائک هم را اولیږلی شو چه هغوی دتکبیرونو آوازنه ددوی په خواکښی کول اوددوی مخونه ئی واوړل نوبغیرد جنگ نه کافران اوتختیدل اوسامانونه ترینه پاتی شول -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل