السجدة ۲۱

وَلَنُذِيقَنَّهُمْ مِنَ الْعَذَابِ الْأَدْنَى دُونَ الْعَذَابِ الْأَكْبَرِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

او ضرور به اوڅکوو مونږ دوی ته دعذاب نزدی نه مخکښی دعذاب لوی نه دپاره ددی چه اوگرځی (دگناهونونه) -

دا هم بیان دحال ددوهم فریق دی اوتخویف دنیوی دی او (الْعَذَابِ الْأَدْنَى) نه مراد عذاب ددنیا دی ځکه چه ادنیٰ په معنیٰ دنزدی یا په معنیٰ دکم درجی والادی (دُونَ الْعَذَابِ الْأَكْبَرِ) ددی نه مراد عذاب دآخرت دی یامراد ددی نه عذاب قبردی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل