ثُمَّ سَوَّاهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِنْ رُوحِهِ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ قَلِيلًا مَا تَشْكُرُونَ
بیائی برابرکړو هغه او اوپوکوئي په هغی کښی د روح خپل نه اوجوړ کړی دی تاسولره غوږونه او سترگی او زړونه ډیر لږه شکریه کوئ تاسو -
په دی کښی تتمه دخلق دانسان ده (سَوَّاهُ) ددی نه مراد هغه انقلابات دی ترپوره کولو داعضاؤ پوری کوم چه سورة مؤمنون (۱۴،۱۳) کښی ذکرشوی دی (رُوحِهِ) ددی اضافت اللّه تعالٰی ته په دی وجه کړی شوی دی چه دروح دپیدائش دپاره هیڅ ظاهری ماده نیشته - او سمع، بصر، زړه، ئی خاص ذکرکړل ځکه چه دا قوتونه هم پټ دی په شان دروح اگرچه اعضاء ددی ښکاره دی -