الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنْسَانِ مِنْ طِينٍ
هغه ذات چه ښائسته جوړکړی دی هرڅیز چه پیدا کړی دی اوشروع کړی دی پیدائش دانسان دخټونه -
دا بل دلیل عقلی دی، مخکښی دلیل افاقی وؤ اودا دلیل انفسی دی (أَحْسَنَ) مراد داچه هرمخلوق ئی په مناسب شکل و صورت اواندامونوسره پیدا کړی دی (وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنْسَانِ) هرکله چه عام خلق ئی ذکرکړو نوددی جملی نه دانسان دپیدائش ترتیب ذکرکوی -
فائده: داصریح دی چه اول انسان ئی دخټی نه پیدا کړی وؤ نومنطقی نتیجه را اوتله چه اول انسان آدم علیه السلام وؤ - نودا نظریه بالکل غلطه ده چه څوک وائی چه آدم اول انسان نه دی -