وَلَوْ أَنَّمَا فِي الْأَرْضِ مِنْ شَجَرَةٍ أَقْلَامٌ وَالْبَحْرُ يَمُدُّهُ مِنْ بَعْدِهِ سَبْعَةُ أَبْحُرٍ مَا نَفِدَتْ كَلِمَاتُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
اوکه چیری شی هغه څه چه په ځمکه کښی دی اونی قلمونه اودا سمندر زیات کړی ده لره روستو دختم کیدلو نه اووه سمندری نو خلاصی به نه شی کلمی د اللّه تعالٰی یقیناً اللّه تعالٰی زورآورحکمت والادی -
دا بل دلیل عقلی دی - هرکله چه مخکښی اوفرمائیل چه مافی السمٰوٰ ت والارض د اللّه تعالٰی دی نو وهم پیدا شو چه دا خومحدود څیزونه دی نوآیا د اللّه تعالٰی کلمات به هم محدود وی نوپه دی آیت کښی ددی وهم جواب کوی حاصل داچه کلمات د اللّه تعالٰی بی انتها دی سورة کهف (۱۰۹) کښی تیرشوی دی لیکن په دی آیت کښی ډیرتاکید دی وجه داده چه دلته د لقمان حکمت ذکرشو نواشاره شوه چه حکمتونه دحکیمانو د اللّه تعالٰی دکلماتو احاطه نشی کولی (سَبْعَةُ) ددی نه مراد ډیروالی دی او مراد دکلماتو نه عام دی وحی د اللّه تعالٰی ملائکوته اوانبیاؤ ته او علمونه دهغه او صفتونه دهغه (ځکه چه نبی ﷺ فرمائیلی دی لا اُحصی ثناء علیک انت کما اثنیت علی نفسک) او عجائبات او حکمتونه دهغه، دټولو ته شامل دی -