لقمان ۲۵

وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

اوکه چیری ته تپوس اوکړی ته ددوی نه چه چا پیدا کړی دی آسمانونه او ځمکه ضرور دوی وائی چه اللّه تعالٰی ته اوایه ستائینه دخدائی توب د اللّه تعالٰی ده بلکه اکثر ددوی نه، نه پوهیږی -

دا بل دلیل عقلی اعترافی دی اوسبب دعذاب غلیظ دی چه سره داقرار نه په خالقیت د اللّه تعالٰی سره بیاهم دوی شرک کوی (أَكْثَرُهُمْ) ددی نه هغه خلق مراد دی چه سره ددی اقرار نه شرک اوکفرکوی اوهغه خلق ډیردی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل