لقمان ۶

وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ

اوبعضی دخلقو نه داسی دی چه آخلی بی فائدی خبری دپاره ددی چه واړوی خلق دلاری د اللّه تعالٰی نه بغیرددلیل نه او گرځوی هغی لره ټوقی دغه کسان دوی لره عذاب ذلیل کوؤنکی دی -

په دی آیت کښی زجراوتخویف دی دمخالفیونو دقرآن ته اودهغوی دری حالات ذکردی او اشتراء‌ دلهوالحدیث - مراد اشتراء‌ نه خوښول او غوره کول دی اواشتراء ئی ذکرکړه اشاره ده چه په دی باندی خپل مال هم قربانوی (لَهْوَ الْحَدِيثِ) او حسن بصری نه روایت دی چه مراد ددی نه هرهغه شی دی چه غافل کوی انسان لره دقران کریم نه او دبندگئ د اللّه تعالٰی نه نوداخل دی په دی کښی، دشرکیاتو او بدعاتوقصی او دفسق فجور گپ شپ‌ اوهغه عملونه دنیوی چه انسان لره دقرآن غافل کړی اوداخل ده په دی کښی غِنا، مراد دغنا نه غزلی او لوبی وئیل دی که دهری ژبی وی اواسباب دډمتوب او ټی وی وغیره (بِغَيْرِ عِلْمٍ) کښی اشاره ده چه هرضال مضل جاهل دی (هُزُوًا) ددی نه مراد دادی چه سپک او بی مقصده گنړی قرآن لره اودا سبب اوگرځی دپاره دمسخروکولو نو ددی وجی نه هُزُوًا ټوقو ته هم وائی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل