الروم ۵۷

فَيَوْمَئِذٍ لَا يَنْفَعُ الَّذِينَ ظَلَمُوا مَعْذِرَتُهُمْ وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ

نوپه دغه ورځ نفع به نه ورکوی ظالمانوته بهانی دهغوی اونه به ددوی توبه قبلولی شی -

داهم تخویف کښی داخل دی یعنی روستو دشهادت کولوداهل علمونه ددوی هیڅ بهانه منظوره نه ده (وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ) داد عتبیٰ نه ماخوذ دی په معنیٰ درجوع کولوسره اومراد درجوع نه توبه کول دی یعنی ددوی نه به توبه نه طلب کیږی یا د عتاب نه دی اومراد ترینه رضا کول دی یعنی ددوی نه به رضا کیدل نشی کیدی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل