وَمَا آتَيْتُمْ مِنْ رِبًا لِيَرْبُوَ فِي أَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا يَرْبُو عِنْدَ اللَّهِ وَمَا آتَيْتُمْ مِنْ زَكَاةٍ تُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ
اوهغه چه ورکوئ تاسو څه مال په نیت دزیاتی چه زیات شئ په مالونو دخلقو کښی نونه زیاتیږی د اللّه تعالٰی په نیز اوهغه چه ورکوئ تاسو څه زکوٰة چه غواړئ په هغی سره مخ د اللّه تعالٰی نودغه کسان دوی ډیروؤنکی دی (مالونو او اجرونو لره) -
دا منع کول دی دمقابل داحسان نه چه ربوٰ او ریاء ده - اوپه دی آیت کښی تقابل دی د ربوٰ او د زکوٰة په خلاف دگمان دخلقو سره - ناپوهه خلق گمان کوی چه په ربوٰ سره مال زیاتیږی نو اوئی فرمائیل فَلَا يَرْبُو عِنْدَ اللَّهِ، اوگمان کوی چه زکوٰة سره مال کمیږی نو اوئی فرمائیل (فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ) ربوٰ په مکه کښی حرام شوی نه وه لیکن او قباحتونه دهغی بیانیدل دپاره ددی چه خلق ترینه ځان بچ کړی یا دربوٰ نه مراد (سپک خوئی دی) چه چا لره هدیه په دی اراده ورکړی چه دی به ددی په وجه ماله زیات راکړی لکه مدارک کښی لیکلی دی (زکوٰة) ددی نه مراد فرضی زکوٰة دی بنا په قول دهغه مفسرینو چه هغوی وئیلی دی چه په مکه کښی زکوٰة فرض شوی وؤ لیکن مقدارونه نه ئی نه وؤ مقرر کړی شوی - یا مراد ترینه هره صدقه او هدیه ده په دی نیت سره چه پاکوالی او زیات ثواب په هغی سره حاصلوی یعنی د زکوٰة نه معنیٰ لغوی مراد ده -