فَسُبْحَانَ اللَّهِ حِينَ تُمْسُونَ وَحِينَ تُصْبِحُونَ
نوپاکی وائی د اللّه تعالٰی کوم چه وخت چه بیگاه کوئ اوکوم وخت چه صباکوئ -
دا تفریع ده په دعویٰ دسورة باندی او دا دعویٰ دتوحید ده یعنی هرکله چه اللّه تعالٰی ستاسو نصرت کوی نوتسبیح وائی لکه چه سورة نصرکښی هم ذکردی یا دابیان دسبب دی دپاره د حصول ددعوی دسورة یعنی په توحید د اللّه تعالٰی سره نصرت او مدد الٰهی حاصلیږی - په دی آیتونو کښی تسبیح او حمد قولاً او عملاً دی - او دابن عباس رضی اللّه عنهما په روایت سره په دی آیتونو کښی دپنځو وختونو د مونځ ذکردی (تُمْسُونَ) کښی ماښام او ماسخوتن داخل دی او (تُصْبِحُونَ) کښی مونځ دصبا داخل دی (عَشِيًّا) کښی دمازیگر مونځ داخل دی او (تُظْهِرُونَ) کښی مونځ دماسپخین داخل دی -
فائده: هرکله چه بیگائی او صبائی وخت تیاره وی اوتیاره کښی نقصان وی نودهغی سره تسبیح مناسب ده یعنی اللّه تعالٰی دهرنقصان نه پاک دی او مازیگراو ماسپخین کښی رنړا وی اورنړا کمال دی نو هغه سره مناسب دی -