فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَهُمْ فِي رَوْضَةٍ يُحْبَرُونَ
نوهغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی او عمل کړی دی په طریقه دنبی نودوی به په باغچوکښی وی خوشحالولی به شی -
دا بیان دتفرق او دجدائی دی اوپه دی آیت کښی بشارت دی مؤمنانوته (يُحْبَرُونَ) دری معانی دی (۱) عزت به ورکیدی شی (۲) نعمتونه به ورکیدی شی (۳) خوشحالی به ورکیدی شی، په دی کښی دجنت ټول نعمتونه داخل دی -