الروم ۹

أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ كَانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَأَثَارُوا الْأَرْضَ وَعَمَرُوهَا أَكْثَرَ مِمَّا عَمَرُوهَا وَجَاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ

آیا او دوی نه گرځی په ځمکه کښی نوچه اوگوری چه څه رنگ وؤ انجام دهغه کسانو چه ددوی نه مخکښی وؤ هغوی ډیر کلک ددوی نه طاقت والا وؤ اوځمکه ئی اړولی وه اوآباده کړی وه ځمکه زیاته دهغی نه چه دوی آباده کړی ده اوراغلی وؤ دوی ته رسولان په ښکاره دلیلونوسره نو نه وؤ اللّه تعالٰی چه په دوی باندی ظلم کړی وی اولیکن دوی په خپلو ځانونوباندی طلم کوؤ -

دا شپږم زجردی او تخویف دنیوی دی په ذکر دعذابونو دتیرشوؤ قومونوسره (فَيَنْظُرُوا) نه معلومه شول چه سیل کول په ملکونوکښی دپاره دعبرت اخستلو عبادت دی بیا دتیرشوؤ قومونو پنځه حالتونه ئی ذکرکړی دی اول (كَانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ) یعنی په فصلونو کرلو اودځمکی نه معدنیات راویستلوکښی ډیرمشغول وو دریم (وَعَمَرُوهَا) په آبادولو کښی ډیرمصروف وو یعنی دنیا پرست وو اودنیاوی کارونو کښی ترقی کول ئی کمال گنړلو څلورم (وَجَاءَتْهُمْ) یعنی اللّه تعالٰی ددوی دخبرورکولو دپاره ډیر رسولان لیږلی وو دپاره ددی چه دین الٰهی ته ئی توجه پیداشی، پنځم (وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ) یعنی کفراوشرک بدعات او نورگناهونه ئی کول اوداپه ځان باندی ظلم کول دی ځکه ددی په وجه باندی دنیا دغه نعمتونه ئی برباد شول او دوی هلاک شول -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل