أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ وَتَقْطَعُونَ السَّبِيلَ وَتَأْتُونَ فِي نَادِيكُمُ الْمُنْكَرَ فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَنْ قَالُوا ائْتِنَا بِعَذَابِ اللَّهِ إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ
آیا تاسو راتلل کوئ نارینو ته اوبندوئ لاری او راتلل کوئ په مجلسونو خپلو کښی بد کارونو ته نو نه وؤ جواب دقوم دده مگردا چه اوئیل دوی راوړه مونږته عذاب د اللّه تعالٰی که چیری ته ئی د رشتینو نه -
په دی کښی ذکر دنورو قباحتونو دهغوی دی او اول تفسیر دفاحشه دی (وَتَقْطَعُونَ السَّبِيلَ) مراد ترینه لاری شوکول او مسافرو سره فاحشه کول په زور چه هغه سبب دشاړولو دلارو دی یامراد ترینه نسل قطع کول دی په سبب دپریخودلو داستعمال دښځوسره (وَتَأْتُونَ فِي نَادِيكُمُ الْمُنْكَرَ) دا عام لفظ دی فاحشه کول دخلقو په وړاندی اوپه کانړوباندی ویشتل دخلقو اوپه خلقو پسی کنځل کول او شپیلئ وهل وغیره (فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا) په سورة اعراف او نمل کښی دهغوی جواب په اخراج (ویستل دلوط علیه السلام دکلی نه) سره ذکردی اوپه دی سورة کښی په طلب دعذاب سره - ددی یو وجه داده چه دا مطالبه په اول ځل کښی وه اوهرکله چه لوط علیه السلام بیا بیا وعظ دوی ته کوؤ نوبیا دوی جواب اوکړو دهغوی په اخراج سره دوهم وجه دا دواړه خصرونه اضافی دی یعنی په دی سورة کښی مراد دادی چه نه وؤ جواب دقوم په باره دخپل ځان کښی مگرپه طلب دعذاب سره اوپه سورة اعراف کښی مراد دادی چه نه وؤ جواب دقوم دهغه په باره دلوط علیه السلام کښی مگرپه اخراج سره -