النمل ۷۸

إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُمْ بِحُكْمِهِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْعَلِيمُ

یقیناً ستا رب فیصله به اوکړی په مینځ ددوی کښی په حکم خپل سره اوهغه زورآور دی پوهه دی په هرڅه باندی -

دا تسلی ده رسول ته او یؤولسم خطاب دی اودحکم نه مراد قرآن دی نودا فیصله دنیوی ده اوترغیب دی قرآن ته یا دحکم نه مراد فیصله دآخرت ده نودا تخویف اخروی دی مخالفینوته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل