إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ يَقُصُّ عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَكْثَرَ الَّذِي هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
یقیناً دا قرآن بیانوی په بنی اسرائیلو باندی ډیری داسی مسئلی چه دوی په هغی کښی اختلاف کوی -
دا ترغیب الی القرآن دی اوهرکله چه بعضی دغائب څیزونونه اختلافات د بنی اسرائیلو وؤ نوپه دی آیت کښی ئی اشاره اوکړه چه دغه قسم غائبات په قرآن کریم سره ښکاریږی - اوپه دی کښی اشاره ده چه واقعات د سلیمان علیه السلام بنی اسرائیلو پټ کړی اوبدل کړی وؤ اوپه سلیمان علیه السلام ئی دروغ وئیل نوپه دی سورة کښی دهغی بیان اوشو -