الشعراء ۲۲۱

هَلْ أُنَبِّئُكُمْ عَلَى مَنْ تَنَزَّلُ الشَّيَاطِينُ

آیا خبر درکړم تاسولره په باره دهغه چاچه راکوزیږی په هغه باندی شیطانان -

اول ئی حال دشیطانانو بیان کړو بیا ئی حال دصالحینو بیان کړو نو اوس حال دملگرو دشیاطینو بیانوی اودا جواب دشبهی تتمه ده حاصل دا چه ملگری دشیطانانو دورغژن گنهگار تلبیس درشتیا باطلو کوی اودا پیغمبراو صحابه ددی صفاتو نه پاک دی نوڅرنگ شبهه کوئ (أَفَّاكٍ أَثِيمٍ) داد کاهن صفتونه دی (يُلْقُونَ السَّمْعَ) په معنیٰ دمسموع دی مطلب دادی چه کومه یوه خبره ئی د ملائکونه اوریدلی وی هغه دکاهن په غوږ کښی اوغورځوی اودا کاهن ورسره نوردروغ د ځان نه دطرف نه گډ کړی نوهرکله چه دهغه یوه خبره رشتیا معلومه شی نوخلق دهغه دنورو دروغو تصدیق کوی هم دارنگ حدیث صحیح کښی ذکردی - یا السَّمْعَ په بالسَّمْعَ دغوږ دی یعنی شیطانان ملائکوته غوږ کیدی اودروغ خبری ورسره گډی کړی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل