وَتَوَكَّلْ عَلَى الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ
او ځان اوسپاره په زورآور او رحم کوؤنکی باندی -
داپنځم ادب دی یعنی هرکله چه دمخالفینو برائت کول گران کاردی نو د هغی علاج تول علی اللّه دی اودهغه پنځه صفات ئی ذکرکړی دی چه هغه دلیل دصحت او حصردی د توکل دپاره په اللّه تعالٰی پوری (حِينَ تَقُومُ) هرقیام ته شامل دی اوخصوصاً دخوب نه بیدارئ دپاره دعبادت دشپی (تَقَلُّبَكَ) حالت بدلیدل دقیام نه رکوع ته او درکوع نه سجدی ته او سجدی نه قعدی ته او قعدی نه قیام ته دا ټول اشاره ده اعمالو دمانځه ته (فِي السَّاجِدِينَ) نور ملگری مونځ کوؤنکی دجماعت یعنی اللّه تعالٰی عالم دی که دشپی مونځ کوی اوکه دورځی اوکه یواځی مونځ کوی او که په جماعت سره -