وَمَا تَنَزَّلَتْ بِهِ الشَّيَاطِينُ
اونه دی کوز راؤړی دا قرآن شیطانانو -
په دی آیاتونو کښی جواب دی داولی شبهی په باره درسول اوقرآن کښی دوی وئیل داکاهن دی اوقرآن اخبار دکهانت دی (کاهن هغه څوک دی چه دعویٰ کوی دعلم دغیبوخبرو د تیرشوؤ یا راتلونکو په واسطه دجناتو مسخرکړی شوؤ سره) دجواب حاصل دادی چه کاهنانولره خبرونه شیطانان (سرکش جنات) راوړی هرجنی دهغی تابع نه وی او دا قرآن جبرائیل علیه السلام راوړی دی (لکه چه په (۱۹۳) کښی تیرشو) دا شیطانانو نه دی راوړی دا اول جواب دی - دوهم داچه دا قرآن دصدق اود هدایت دوجی نه دشیطانانو سره مناسب نه دی دشیطان خبری او کار ددروغو او دگمراهئ وی او دا قرآن
خو ټول درشتیا خبری او دهدایت دی - دریم داچه شیطان ددی قرآن دراوړلو طاقت هم نه لری ځکه چه دوی مجلس دملائکوته غوږ نه شی کیخودلی بلکه زغلولی کیدی شی لکه سورة حجر (۱۸) کښی اوسورة صافات (۸) کښی دی انهم عن السمع آه دا علت د مایستطیعون دی -
فائده: (السَّمْعِ) اثرمرتب دی په استماع باندی یعنی اگرچه دوی استماع کوی په طریقه د (استَرق السمع) سره لیکن داوریدلونه اوشړلی شی -