وَمَا أَهْلَكْنَا مِنْ قَرْيَةٍ إِلَّا لَهَا مُنْذِرُونَ
اونه دی هلاک کړی مونږ هیڅ کلی مگرهغی لره ویره ورکوؤنکی دی -
داهم جواب داستعجال دی یعنی دوی عذاب غواړی لیکن عادت الٰهیه دادی چه رسول راشی اوپوره انذار اوکړی او تذکیرورکړی روستو دهغی نه په سبب دانکار ددوی سره عذاب راځی - (ذِكْرَى) یعنی تَذکرون ذکریٰ - یادا مفعول دی دپاره د مُنْذِرُونَ یعنی الانذار لاجل التذکیر -