الشعراء ۲۰۰

كَذَلِكَ سَلَكْنَاهُ فِي قُلُوبِ الْمُجْرِمِينَ

دغسی ورننه باسو مونږه په زړونو د مجرمانو کښی -

په دی کښی زجر دی په انکار دقرآن سره یعنی چه داول نه مجرم وی په تکذیب یا په شک کولوسره نودهغه په زړه کښی انکارد قرآن داخل کړی شی نوبیا بالکل ایمان نه راوړی څو پوری چه عذاب ئی نه وی لیدلی یعنی دیو کفرنه بل کفر پیدا کیږی (سَلَكْنَاهُ) نسبت اللّه تعالٰی ته داسی دی لکه خَتَمَ اللَّهُ عَلى‌ قُلُوبِهِمْ ، کښی او (ه) ضمیر انکار ته راجع دی چه مَا كَانُوا بِهِ مُؤْمِنِينَ په هغی باندی دلیل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل