وَإِنَّهُ لَفِي زُبُرِ الْأَوَّلِينَ
اویقیناً دا قرآن (خبرددی) خامخا په کتابونو د مخکښنو کښی دی -
په دی آیت کښی اتمه وجه ذکرده مراد دادی چه خبرددی قرآن په مخکښی کتابونو کښی شته یا تصدیق ددی په مخکښنو کتابونو کښی شته یا مضمون ددی قرآن په مخکښنو کتابونو کښی هم شته اوچاچه وئیلی دی چه نفس قرآن په مخکښنو کتابونو کښی شته به غیر ددی الفاظو نه نومعلومه شوه چه قرآن نوم د معنیٰ دی دا قول باطل دی امام ابوحنیفه رحمة اللّٰه علیه هم ددی قول نه رجوع کړی ده -