وَإِنَّهُ لَتَنْزِيلُ رَبِّ الْعَالَمِينَ
اویقیناً دا قرآن خامخا نازل کړی شوی دی د رب د مخلوقاتو نه -
ددی آیت نه دریم باب دسورة دی ترآخردسورة پوری په دی کښی صدق درسول او دکتاب دی په لس وجهوسره بیا تخویف دنیوی او زجردی بیا جوابونه دی د دووشبهو په رسالت باندی اوپه مینځ کښی پنځه اموردی دپاره دداعی اواختتام دی په تخویف دنیوی سره - هرکله چه دقصو مخکښنو نه معلومه شوه چه تکذیب درسولانو سبب دعذاب دی نو صدق ددی رسول اوبیا تخویف دعذاب منکرینوته ذکر کوی دپاره ددی چه تکذیب نه توبه اوباسی - په دی آته آیتونو کښی لس وجوهات ذکرکوی دپاره دصدق درسول او دقرآن - په دی (۱۹۲) کښی دوه وجوهات دی -