الشعراء ۱۸۹

فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمْ عَذَابُ يَوْمِ الظُّلَّةِ إِنَّهُ كَانَ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ

پس دوی هغه ته دروغژن اوئیل نو اونیولو دوی لره عذاب دورځی دوریځی یقیناً دادی عذاب دورځی لوئی -

اکثرمفسرینو ذکرکړی دی چه په دوی باندی سخته گرمی مسلط شوه میوه او سوری او اوبه ورته نه ملاویدلی ناساپه دوریځی سوری په دوی باندی راغی دوی دهغی دلاندی راجمع شول نو دمخی نه په دوی باندی اور را ووریدو معلومه شوه چه اصحاب الایکة دمدین والو نه غیروؤ ځکه چه په هغوی باندی عذاب درجفی او صیحی راغلی وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل