وَاتَّقُوا الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالْجِبِلَّةَ الْأَوَّلِينَ
او اویریږئ د هغه ذات نه چه تاسو ئی پیدا کړی ئی او خلق مخکښنی -
ددی امر دتقویٰ نه مراد تقویٰ ده په اعمالوکښی او د خیانتونو دمالونونه بچ کیدل (الْجِبِلَّةَ) جمع ده په معنیٰ کښی ددی وجی نه صفت ئی جمع ذکرکړی شوی دی ډیرخلقو ته وئیلی کیږی اوهرکله چه دده قوم نه وړاندی ډیرقومونه (چه په دی سورة کښی ذکرشول) تیرشوی وؤ ددی وجی نه شعیب علیه السلام د هغوی مخلوقیت په دلیل کښی ذکرکړو -