أَوْفُوا الْكَيْلَ وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُخْسِرِينَ
پوره کوئ پیمانه اومه کیږئ د کمی کوؤنکو نه -
قوم د شعیب علیه السلام سره د شرک کولو نه په تجارت کښی ظلم کوؤ دمال د گټلو دپاره دخیانت طریقی ئی اختیار کړی وی ددی وجی نه شعیب علیه السلام دهغی د اصلاح کوشش کوو - تشریح ددی په سورة اعراف او سورة هود کښی تیره شوی ده (بِالْقِسْطَاسِ) قسطاس عرب لفظ دی د قِسط نه اخستلی شوی دی اورومی ژبه کښی هم استعمالیږی -