كَذَّبَ أَصْحَابُ الْأَيْكَةِ الْمُرْسَلِينَ
دروغژن کړل بنړوالو پیغمبرانو لره -
په دی کښی اوومه قصه ذکرده د شعیب علیه السلام اودقوم دهغه اصحاب الایکة - غوره داده چه دا بل قوم دی سیوا داصحاب مدین نه ځکه ددوی عذاب هم جدا دی دعذاب دمدین والونه - شعیب علیه السلام هم پنځه خبری ذکرکړی دی -
فائده: د شعیب علیه السلام په باره کښی اَخُوْهُمْ نه دی وئیلی ځکه چه دی داصحاب الایکة قومی ورور نه وؤ بلکه د مدین والو ورور وؤ اوکه دخیرخواه په معنیٰ سره ئی ذکرکړی وی نو التباس او اشتباه په پیدا شوی وی چه شاید دی ئی قومی ورور وؤ ځکه چه دده په باره کښی سورة اعراف کښی اَخُوْهُمْ وئیلی وؤ -