أَتَأْتُونَ الذُّكْرَانَ مِنَ الْعَالَمِينَ
آیا تاسو بدکاری کوئ د نارینو سره دخلقو نه -
دشرک نه علاوه هغه قوم دنارینو په بدکارئ کښی اخته شوی وو اوځپلی ښځی ئی پریخودلی وی اونوری بداخلاقئ دمرغانو ساتل دهغی جنگول او میلمنوپوری مسخری کول په داسی عملونو کښی اخته شوی وؤ په أَنْتُمْ قَوْمٌ عَادُونَ کښی دیته اشاره ده - نوپه دی آیاتونو کښی هغوی لره زورنه ورکوی -