الشعراء ۱۶

فَأْتِيَا فِرْعَوْنَ فَقُولَا إِنَّا رَسُولُ رَبِّ الْعَالَمِينَ

پس لاړ شئ‌ دواړه فرعون ته نو اوائی چه یقیناً مونږ (هریو) رالیږلی شوی یو د رب العٰلمین نه -

په دی کښی دوه مقصدونه درسالت ذکرکړی شوی دی اول مقصد رسالت د رب العالمین یعنی دعوت ورکول توحید دربوبیت د اللّه تعالٰی ته - دوهم مقصد مظلوم قوم مؤحدین دظالمانونه خلاصول دپاره ددی چه هغوی دین توحید قائم کړی - اودا دواړه دپاره د اعلاء‌ دکلمة اللّه دی اوجهاد دی - په سورة طٰهٰ (۴۷) کښی تفصیل درسالت مقصود وو اورسالت ددواړو (موسیٰ اوهارون علیهما السلام) مستقل وؤ نو ځکه ئی تثنیه (رسولا) ذکرکړی وؤ اودلته اختصار مقصد دی نورسول مفرد په معنیٰ دجنس سره ئی ذکرکړو یاپه عبارت کښی تقدیردی یعنی کل واحد مّنا رسول -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل