وَيَضِيقُ صَدْرِي وَلَا يَنْطَلِقُ لِسَانِي فَأَرْسِلْ إِلَى هَارُونَ
اوتنگه شی سینه ځما اونه به چلیږی ژبه ځما نواولیږه (وحی) هارون علیه السلام ته -
په دی کښی دوه حالات ئی ذکرکړی دی په ترتیب سره اوعطف دسبب دی په مسبب باندی یعنی تکذیب سبب دتنگوالی دزړه دی او تنگوالی دزړه سبب دژبی بندیدلودی ځکه بعضی انسان غصه او خفه شی نوخبری نه شی کولی اودا دواړه سبب دی ددعا غوښتلو دپاره دملگرتیا دهارون علیه السلام -