وَإِذْ نَادَى رَبُّكَ مُوسَى أَنِ ائْتِ الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ
اوکوم وخت چه آواز اوکړو ستا رب موسیٰ علیه السلام ته چه لاړ شه قوم ظالمانوته -
ددی آیت دوهم باب دی تر (۱۹۱) پوری په دی کښی د اوو انبیاؤ علیهم السلام واقعات ذکرکوی اوپه هغی کښی ډیری فائدی دی اول دا نقلی دلیلونه دی په دعویٰ دسورة فرقان باندی - دوهم دا نمونی دعذاب دی په منکرینوباندی - دریم داتسلی ده پیغمبراو مؤمنانولره په نجات ورکولو دعذابونوددنیا نه او دعذاب د آخرت نه - بیا ددی آیت نه تر (۶۸) پوری واقعه د موسیٰ علیه السلام ده په تفصیل سره اوپه دی کښی څلورمقامات دی اول مقام تر (۱۷) پوری دی په دی مقام کښی رسالت د موسیٰ علیه السلام ذکرکوی اودوه ویری دهغه نه لری کول اوپه باره دورور کښی دعا درسالت قبلول اومقصد درسالت ئی ذکرکړی دی - اوپه دی آیت (۱۰) کښی نداء درب موسیٰ ته اجمالاً ذکرکړی ده اوتفصیل دهغی په سورة طٰهٰ کښی تیرشوی دی -