إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُؤْمِنِينَ
یقیناً په دی کښی خامخا عبرت دی اونه دی اکثرددوی نه مؤمنان -
دا تفصیل دعوی دسورة دی یعنی آیات په قرآن کښی او ځمکه او نباتاتوکښی ډیردی لیکن دوی دضد او دعناد وجی نه انکارکوی او دا سبب دعذاب دی او اللّه تعالٰی عَزِیز دی یعنی عذاب ورکوی منکرینوته او رحِیم دی بچ کوی دعذاب نه مؤمنانولره اودا جملی په دی سورة کښی اته کرته ذکرشوی دی اواشاره ده چه سبب دعذاب دتکذیب (عدم ایمان) دی -