وَمَا يَأْتِيهِمْ مِنْ ذِكْرٍ مِنَ الرَّحْمَنِ مُحْدَثٍ إِلَّا كَانُوا عَنْهُ مُعْرِضِينَ
اونه راځی دوی ته څه یاداشت د زحمان دطرف نه چه نوی دی راتلل دهغی مگردوی دهغی نه مخ اړوؤنکی دی -
په دی کښی زجردی په دری کارونوسره، اعراض، تکذیب، استهزاء (مُحْدَثٍ) یعنی په نزول کښی نوی دی یاددوی په گمان کښی نوی دی داسی سورة انبیاء (۲) کښی تیرشوی دی اوهرکله چه سورة انبیاء کښی تفصیل داحوال دغافلینومقصود وؤ نوهلته ئی یلعبون ذکرکړی دی اوپه دی سورة کښی د معرضینواو منکرینو ذکرمقصود دی ددی وجی نه روستو ذکردتیرشوؤ قومونودی چه هغوی اعراض او انکارکړی وؤ ددی وجی دلته مُعْرِضِينَ ذکرکړی دی - ( أَنْبَاءُ) انباء جمع دنباء ده مراد ددی نه خطرناک او عظیم الشان خبردی چه هغه عذاب دی -