الشعراء ۳

لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَفْسَكَ أَلَّا يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ

آیا ته وژنی ځان خپل په دی وجه چه دوی ایمان نه راوړی -

په دی کښی دعویٰ دسورة ده یعنی تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته چه ددوی په انکارکولوباندی د خفگان دوجی نه ځان مه وژنه ددوی ایمان د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی لیکن اللّه تعالٰی په دوی باندی جبرنه کوی ځکه جبری ایمان مقصود نه دی (أَعْنَاقُهُمْ) مشران، ډیری ډلی، سټونه، دری واړه معنی کیدی شی (إِنْ نَشَأْ) مفعول ددی محذوف دی (الایمان بالجبر) (فَظَلَّتْ) ظل دلالت کوی په همیش والی سره دښکاره والی نه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل