الشعراء ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
طسم

طٰا سین میم -

سورة الشعراء

ربط: ددی سورة د مخکښی سورة سره دادی چه مخکښی دعویٰ دتبارک ذکرشوه نوپه دی سورة کښی تسلی ورکوی نبی ﷺ لره په نزول دعذاب سره په منکرینوباندی اوپه نجات سره مؤمنانولره او نقلی دلیلونه ذکرکوی په دغه مسئله باندی -

دعویٰ ددی سورة

تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته په ډیرو طریقوسره اول په هلاکت دمنکرینو اوپه نجات دمؤمنانوسره - دوهم په بیان دصدق درسول سره په آخر دسورة اوپه دفع داوؤ شبهاتوسره دهغه نه -

خلاصه ددی سورة

داده چه په دی سورة کښی دری بابونه دی اول باب تر (۱۰) پوری دی په دی کښی ترغیب دی قرآن ته بیا دعویٰ دسورة ئی ذکرکړی ده، بیا دری زجرونه دی اول په اعراض کولو سره دوهم په تکذیب کولوسره دریم انکار ددلیل عقلی نه بیا تفصیل ددعویٰ دسورة دی په دوه آیاتونوکښی -

تفسیر

داد مقطعاتونه دی غوره داده چه ددی په معنیٰ مونږنه پوهیږو اومقصد ئی بیان د اعجاز دقرآن کریم دی په ابتداء‌ دسورة کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل