إِلَّا مَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا
مگرهغه څوک چه توبه ئی اوکړه اوایمان ئی راوړو اوعمل ئی اوکړو عمل نیک نودغه کسان بدل به کړی اللّه تعالٰی بدئ ددوی په نیکوسره اودی اللّه تعالٰی بخښنه کؤونکی رحم کؤونکی -
دا ترغیب دی توبه کولو ته دتیرشوی گناهونو ذکرکړی شوؤنه (يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ) مراد داچه ددوی ناکاره نومونه اوصفتونه بدل کړی په ښائسته نومونو او صفتونو سره اودارنگ گناهونه ورته معاف کړی شی اوتوفیق دنیک اعمالو ورکړی شوی اودارنگ ددوی دعمل نامونه بداعمال وران کړی شی اودهغی په ځای داعمال صالحه اجروثواب اولیلکی شی -