الفرقان ۱۵

قُلْ أَذَلِكَ خَيْرٌ أَمْ جَنَّةُ الْخُلْدِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ كَانَتْ لَهُمْ جَزَاءً وَمَصِيرًا

اوایه ته دا ښه شی دی اوکه جنت دهمیش والی هغه چه وعده ئی کړی شوی ده دمتقیانو سره وی به دوی لره بدله او دگرځیدلو ځای -

په دی آیاتونو کښی بشارت دی اوذکردحال دجنت دی په شپږ احوالوسره (۱) (جَنَّةُ الْخُلْدِ) چه وعده ئی کړی شوی وه (۲) جزاء، (۳) مَصِیر (۴) دوی له به هرهغه وی چه دوی ئی غواړی (۵) خلود داهل جنت (۶) (وَعْدًا مَسْئُولًا) ددی مطلب دادی چه متقیان ددی سوال کوی لکه په سورة العمران (۱۹۴) کښی تیرشوی دی - دوهم مراد دادی چه مسئول په معنیٰ دواجب سره دی یعنی اللّه تعالٰی خامخا پوره کوی په شان د واجب اگرچه په اللّه تعالٰی باندی څه څیزنه شی واجب کیدلی لیکن دیته واجب او حق تفضیلی وائی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل