أَلَا إِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قَدْ يَعْلَمُ مَا أَنْتُمْ عَلَيْهِ وَيَوْمَ يُرْجَعُونَ إِلَيْهِ فَيُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوا وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
خبردار یقیناً د اللّه تعالٰی دپاره اختیاردی دهغه څیزونو چه په آسمانونو کښی دی او ځمکه کښی دی یقیناً عالم دی اللّه تعالٰی په هغه حال باندی چه تاسوپه هغی باندی ئی او په کومه ورځ چه اوبه گرځولی شی دوی هغه ته نوخبربه ورکړی دوی ته اللّه تعالٰی په هغه عملونو چه دوی کړی دی او اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی عالم دی -
هرکله چه تیرشوی آیت کښی ذکردعذاب ئی اوکړو نو په دی کښی ذکرکوی چه اللّه تعالٰی قادراوپوره اختیارمند دی عذاب ورکولی شی اوعالم هم دی په هغه چاباندی چه مستحق دعذاب دی اوپه دی آیت کښی اختتام دسورة دی په مسئله دتوحید باندی په رد دشرک فی التصرف او شرک فی العلم سره - اواثبات دقیامت دی په، (يَوْمَ يُرْجَعُونَ) سره -