النور ۵۷

لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ وَمَأْوَاهُمُ النَّارُ وَلَبِئْسَ الْمَصِيرُ

گمان مه کوه په هغه کسانو باندی چه کفرئی کړی دی بچ کیدونکی د عذاب د اللّه تعالٰی نه په ځمکه کښی اوځای ددوی داوردی اوخامخاناکاره ځای دورتللو دی -

په دی آیت کښی تخویف دی مخالفینودمؤمنانوته او تسلی ده رسول او ایمان والوته چه کافران ستاسو نه خلافت نه شی اخستلی ځکه چه اللّه تعالٰی سره دوی مقابله نشی کولی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل