إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَنْ يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ
یقیناً ده وینا دمؤمنانو کله چه اوبللی شی اللّه تعالٰی ته اورسول دهغه ته دپاره ددی چه فیصله اوکړی ددوی په مینځ کښی چه وائی دوی واؤریده مونږه اوتابعداری کؤو مونږ او دغه کسان دوی بچ کیدونکی دی -
په دی آیتونو کښی ذکردشپږ صفاتو او احوالو دمؤمنانو دی دپاره دفرق ښکاره کیدلو د منافقانو او بشارت دی دوی لره په فلاح او فوز سره - فرق ددی په مینځ کښی دادی چه (فلاح نیل الخیر والنفع اثرهٌ) حاصلول دخیراو اودداسی فائدی چه اثرئی باقی او همیشه وی او فوز (الخلاص من المکروه مع الوصول الٰی المحبوب ) بچ کیدل دمصیبت نه او مقصد ته رسیدل (از کتاب الفروق اللغویة لابی هلال العسکری) هرکله چه اول صفت دجنت د حصول دپاره کافی دی ځکه چه نفس ایمان دی نو هغی سره فلاح ذکرشوه اوپه دوهم کښی پوره ایمان سره دامتثال د اوامرو او اجتناب دمنهیاتو نه ذکر دی نوهغه سبب دپوره کامیابئ دی چه هغی ته فوز وائی نوددی وجی نه هغی سره ئی فوز ذکرکړی دی - (وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ) کښی اشاره ده دماموراتو تابعدارئ او (يَخْشَ اللَّهَ) په باره دهغه اعمالو کښی دی چه مخکښی ئی ذکرکړی دی دهغی سزانه ویریږی (وَيَتَّقْهِ) په باره دهغه عملونوکښی چه په آئنده ژوند کښی ئی کوی د مخالفت د اللّه اورسول نه ځآن ساتی -