النور ۴۷

وَيَقُولُونَ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالرَّسُولِ وَأَطَعْنَا ثُمَّ يَتَوَلَّى فَرِيقٌ مِنْهُمْ مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ وَمَا أُولَئِكَ بِالْمُؤْمِنِينَ

اووائی دوی (منافقان) چه ایمان راوړی دی مونږ په اللّه تعالٰی اوپه رسول باندی اوتابعداری کؤو مونږ بیا مخ اړوی یوه ډله ددوی نه روستو ددی نه اونه دی دغه کسان مؤمنان -

ددی آیت نه پنځم باب ترآخر دسورة پوری دی په دی کښی مقابله د صفاتو دمنافقانو او دصفاتو دمؤمنانو اوزجرونه منافقینوته اوبشارتونه اخروی اودنیویه مؤمنانوته بیا دری اداب دی دپاره ددفع دحرج دمؤمنانو نه بیا اخرکښی مقابله ده دصفتونو دمؤمنانو او منافقانو او زجردی اوتخویف دی منافقوته اواختتام دسورة په مسئله دتوحید سره دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل