النور ۴۵

وَاللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَابَّةٍ مِنْ مَاءٍ فَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَى بَطْنِهِ وَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَى رِجْلَيْنِ وَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَى أَرْبَعٍ يَخْلُقُ اللَّهُ مَا يَشَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

او اللّه تعالٰی پیدا کړی دی هر زنده سر داوبونه (نطفه) نوبعضی هغه دی چه گرځی په خیټه خپلوباندی اوبعضی هغه دی چه گرځی په دوه خپوباندی اوبعضی هغه دی چه گرځی په څلورو (خپو) باندی پیداکوی اللّه تعالٰی هغه څه چه اوغواړی یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی قدرت لری -

دا پنځم دلیل عقلی دی په ذکرداحوال سفلیوسره یعنی احوال دځمکووالو سره - په اعتباردگرځیدلوسره په ځمکه باندی دری قسمه دی په خیټه باندی گرځی لکه مار، په دوؤ خپوباندی گرځی لکه انسان، مارغان په څلورو خپوباندی گرځی لکه عام ځناور (يَخْلُقُ اللَّهُ مَا يَشَاءُ) کښی زیاتو خپوته اشاره ده لکه زنزه (هزارپای ورته وائی) عنکبوت وغیره لیکن معلومه داده چه دوی هم په څلوروخپوباندی گرځی نوددی وجی نه ئی دامستقل قسم شمارکړی نه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل