أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُزْجِي سَحَابًا ثُمَّ يُؤَلِّفُ بَيْنَهُ ثُمَّ يَجْعَلُهُ رُكَامًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَالِهِ وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ جِبَالٍ فِيهَا مِنْ بَرَدٍ فَيُصِيبُ بِهِ مَنْ يَشَاءُ وَيَصْرِفُهُ عَنْ مَنْ يَشَاءُ يَكَادُ سَنَا بَرْقِهِ يَذْهَبُ بِالْأَبْصَارِ
آیا ته نه گوری چه یقیناً اللّه تعالٰی راشړی وریځی بیا جوړخ راولی په مینځ دټکړو دهغی کښی بیا اوگرځوی هغه لاندی باندی (غټه) نووینی ته غټ باران چه راؤځی دمینځ دهغی نه او را وروی اللّه تعالٰی دآسمان دطرف نه د (وریځونه) چه په شان دغرونودی وی په هغی کښی ځینی دگلئ نه نورسوی دی لره هغه چاته چه اوغواړی او اړوی دهغه چانه چه اوغواړی نزدی وی پړق دبرښنا دهغه چه اوتختوی نظرونولره -
دا دریم عقلی دلیل دی په ذکر داحوالو متوسطو سره په دی کښی وریځی جوړول اودهغی نه باران راورول ا وگلئ راورول او چاته رسول او چانه اړول اوتیزی دبرښنا دبجلئ ذکرکړی ده (يُزْجِي) دځمکی او د شااوخوا او اطرافونه اجزاء راپورته کولو ته ازجا وائی (جِبَالٍ) دا استعاره ده ذکر دمشبه به اومراد ترینه مشَبَّه ده یعنی وریځی چه په شان دغرونو غټی وی اوپه دی آیت کښی بیان دملک او دتصرف د اللّه تعالٰی دی په بارانونو وغیره پیدا کولو سره -