النور ۳۴

وَلَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ آيَاتٍ مُبَيِّنَاتٍ وَمَثَلًا مِنَ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ وَمَوْعِظَةً لِلْمُتَّقِينَ

اویقیناً نازل کړی دی مونږتاسوته آیاتونه وضاحت کؤونکی او نمونی دهغه کسانو چه تیرشوی دی ستاسونه مخکښی اووعظ دپاره دمتقیانو دی -

په دی آیت کښی ترغیب دی قرآن کریم ته عموماً اودی سورة ته خصوصاً دپاره دعمل کولو یعنی احکام واضح او ښکاره دی اودمخکنو قومونو واقعات هم دعبرت دپاره دی، او دوعظ او نصیحت خبری په کښی هم شته اوپه دی باندی په عمل کولو سره تقویٰ حاصلیږی (مُبَيِّنَاتٍ) بَیِّنات اکثر استعمالیږی په احکامو دعقیده کښی او مُبَيِّنَاتٍ، په اعمالو کښی (مَثَلًا) په دی کښی اشاره ده ذکردعذابونو د مخالفینو ته - (مَوْعِظَةً) کښی اشاره ده بشارتونو د متقیانو ته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل