النور ۳۲

وَأَنْكِحُوا الْأَيَامَى مِنْكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِنْ يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ

اونکاح اوکړئ دلونډانو ستاسونه او دنیکانو (مؤحدینو) دمرئیانو او د وینځو ستاسونه که دوی وی فقیران نومالداری به وکړی اللّه تعالٰی دفضل خپل نه او اللّه تعالٰی فراخ فضل والا عالم په هرڅیزباندی دی -

په دی آیت کښی ذکر داتم ادب دی حاصل دادی چه بی واده سړی یازنانه مه پریږدئ اودارنگ مریان او وینځوله هم ضرور ودونه اوکړئ ځکه چه په واده کولوسره معاشره کښی فحاشی بدکاری پیداکیږی اوبدنامی هم ډیریږی (يُغْنِهِمُ اللَّهُ) مراد دادی چه کوم یوغریب سړی په دی نیت نکاح اوکړه چه عفت او پاکدامنی حاصله کړی نو اللّه تعالٰی هغه لره غنا ورکوی غِنا په مال او غنا په زړه، دواړه ورکوی اودلالت کوی په دی باندی حدیث ابن ماجه چه رسول اللّٰه ﷺ فرمائیلی دی دری قسمه کسان دی چه اللّه تعالٰی هغوی سره ضرور امداد کوی (۱) مجاهد فی سبیل اللّه (۲) نکاح کوؤنکی په اراده د عفت او پاکدامنئ سره (۳) مکاتب چه اراده لری دبدل دکتاب - اودا آیت دلیل دی چه نکاح دپاره دمال کفائت نیشته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل