النور ۲۸

فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا فِيهَا أَحَدًا فَلَا تَدْخُلُوهَا حَتَّى يُؤْذَنَ لَكُمْ وَإِنْ قِيلَ لَكُمُ ارْجِعُوا فَارْجِعُوا هُوَ أَزْكَى لَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ

پس که چیری نه مومئ په هغی کښی څوک (چه اجازت ورکړی) نومه داخلیږئ تردی پوری چه اجازت اوکړی شی تاسوته اوکه چیری اوئیلی شی تاسوته واپس شئ نوواپس لاړشئ دابچ کؤونکی ده دبدنامئ تاسولره او اللّه تعالٰی ستاسو په عملونوباندی پوهه دی -

مقصد د آیت دادی چه بغیرد اذن کولو نه داخلیدل منع دی که څوک په کورکښی موجود نه وی یاموجود وی لیکن اذن نه ورکوی چپ وی نونه به داخلیږی اوکه دواپس کیدلو اوئیلی شی نو واپس کیدل ضروری دی په هغی باندی خفگان کول نه دی په کار -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل