الْخَبِيثَاتُ لِلْخَبِيثِينَ وَالْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثَاتِ وَالطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ وَالطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَاتِ أُولَئِكَ مُبَرَّءُونَ مِمَّا يَقُولُونَ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ
پلیتی دپاره دپلیتانودی او پلیتان دپاره دپلیتودی اوپاکی دپاره دپاکانودی اوپاکان دپاره دپاکووی دغه پاک دی دهغه خبرونه چه وائی (ورپسی) پلیتان ددوی دپاره بخښنه ده اورزق عزت والا دی -
په دی آیت کښی بشارت دی مؤمنانوته روستو دذکر دتخویف نه اواشاره ده دلیل ته په برائت عائشه رضی اللّه عنها یعنی پاکدامنی دپیغمبردلیل دی په پاکدامنئ د بیبیانو دهغه باندی ځکه چه (الطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ) او (أُولَئِكَ مُبَرَّءُونَ) کښی دلیل دی چه په بهتان وئیلو دخبیثاتو سره د پاکدامنو پاکوالی ته نقصان نه رسی او، الْخَبِيثَاتُ او الطَّيِّبَاتُ، زنانو او کلماتو او کارونو او عاداتوټولو ته شامل دی -
فائده: مفسر قرطبی لیکلی دی چه اللّه تعالٰی برائت دیوسف علیه السلام ښکاره کړی وؤ (په دیوشاهدسره) اوبرائت دمریم ئی ښکاره کړی وؤپه ژبه دولددهغی په وړوکوالی دهغه کښی - اولیکن برائت د عائشه رضی اللّه عنها، اللّه تعالٰی په خپله اوکړو په انزال ددی سورة سره -