وَلَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ قُلْتُمْ مَا يَكُونُ لَنَا أَنْ نَتَكَلَّمَ بِهَذَا سُبْحَانَكَ هَذَا بُهْتَانٌ عَظِيمٌ
او ولی نه وه کله چه تاسو واوریدله چه وئیلی وی تاسو نه دی روا مونږلره چه خوله اوخوځؤو په دی باندی پاکی ده تالره دابدنامه لویه ده -
په دی ذکرددریم ادب دی مؤمنانو ته یعنی منافقان خوپه دی باندی ژبی خوځوی لیکن مؤمنانولره په کاردی چه خپلی ژبی ددی نه اوساتی اوپه دی کښی داول ادب نه زیات تاکید دی په اول کښی صرف ترغیب وؤ ښائسته گمان کولوته اوپه دی ترغیب دی ښکاره انکارکولود بهتان ته -